د ايران د اټومي پروګرام پر سر اندېښنې زياتې شوي

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي دا به یوه لویه ستونزه وي که چېرې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، خو د نوموړي په وینا فکر نه کوي چې د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره به د امریکا او یا اسرائیلو پوځي اقدام د حل مناسبه لار وي.

اوباما له (سي این بي سي) ټلويزيون سره په خبرو کې وویل واشنګټن هر وخت د ایران د اټومي شخړې ډیپلوماتیک حل ته چمتو دی.

د امریکا پوځي قوماندانانو هم خبردارى ورکړی چې پر ایران حمله به انتقامي بریدونه را وپاروي او په سیمه کې به د حزب اله او حماس په شان ډلې د متحده ایالاتو ضد فعالیت وکړي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د دې لپاره چې ایران د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلي، پر دغه هېواد سخت بندیزونه لګولي دي.

ایران دا ردوي چې ګواکې اټومي پروګرام يې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره دی.