بېلابېلو هېوادونو د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو هرکلۍ کړى

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال مارک ټونر وويل، د افغانستان جمهوري رياست د انتخاباتو په پرتله د ولسي جرګې په انتخاباتو کې لږې امنيتي پېښې وشوې او دا د پرمختګ يوه نښه وه:

”موږ غواړو د افغان امنيتي ځواکونو دا غوره کار چې د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې يې د خلکو ساتنه وکړه، ياد کړو، د جمهوري رياست د تېرو انتخاباتو په نسبت په دغو انتخاباتو کې لږې امنيتي پېښې وشوې او دا مهمه ده.“

بله خوا د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويستروېلې وويل چې د سرغړونو او درغليو په برخه کې شوې ادعا به په جدي ډول وڅېړل شي:

”موږ په انتخاباتو کې د سرغړونو او جعلکارېو وړاندیزونه جدي نيسو، په عين حال کې غواړو ووايو د انتخاباتو څارونکو په خپله د دې بهير څارنه کړې چې دا هم په افغانستان کې د يوه ډيموکراتيک پوهاوي د پرمختيا يوه نښه ده.“

د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو د شنبې په ورځ ترسره شول، چې وروستي نتايج به يې د لړم يا عقرب پر ٨مه اعلان شي.