د افغانستان په جنوب کې د مخالفینو یوه ډله له منځه وړل شوی

په افغانستان کې میشت نړېوالو ځواکونه وایي چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې یې د مخالفینو یوه ډله له منځه وړې ده.

په هغه خبر پاڼه کې چې د دغو ځواکونو له خوا خپره شوې راغلي چې د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یې په یو لړ عملیاتو کې د مخالفینو یوه څوارلس کسیزه ډله له منځه وړې ده .

دغه شان ایساف ځواکونو هم په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې د لوګر ولایت مرکز پل علم په ازبک خيلو سیمه کې یې د طالبانو یو سیمه ایز قومندان نیولی دی .

په هلمند کې هم د طالبانو د یو مشهور سیمه ایز قومندان ملا حبش د نیونې اوازې خپرې شوي او د کندهار ولایت سیمه ایزو چارواکو دا منلې چې نا پیژل شوېو وسلوالو کسانو د ډیورند د ها غاړې څخه راغلی قومي مشر حاجي نظر جان په سپین بولدک ولسوالۍ کې وژلي دي .