وحید عمر:لاوختي ده چې د انتخاباتو د کیفیت په اړه خبری وکړو

د افغان ولسمشر ویاند وحید عمر وايي لا وختي دی چې د انتخاباتو د کیفیت او څرنګوالي په اړه خبرې وکړو.

ښاغلي عمر دغه څرکندونې نن په کابل یوې خبري غونډې ته وکړې، تر دې دمخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي اسټیفن ډیمستورا هم ویلي ول چې د افغانستان د ولسي جرګې د سږنیو انتخاباتو د بریالیتوب په اړه څه ويل به مخکې له وخته خبرې وي .

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون نن اعلان وکړ چې لا تر اوسه یې اوه سوه شکایتونه تر لاسه کړي دي .