افغان زوی:د رایو د شمېرنې لومړني پایلی به د تلې په۱۷مه اعلان شي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د بهرنیو اړیکو ریئس فرید افغانزی

په داسی حال کی چې، د افغانستان خلک او ولسي جرګې ته کاندیدان د تېرې شنبې د ورځې د انتخاباتو نتایجو ته په صبري سره انتظار باسي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د رایو شمېرنه د هېواد په ټولو مرکزونو کې په چټکی سره پر مخ روانه ده او لومړني نتایج به یي په راتلونکو څه کم شلو ورځو کې اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د بهرنیو اړیکو ریئس فرید افغانزی د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې، د راېو د شمېرنې فورمې چې د ولایتونو له مرکزونو څخه کابل ته را رسیږي، په پوره دقت سره به له اوو مرحلو څخه تېرې شي، ښاغلي افغانزی د رایو د شمېرنې د نتایجو په هکله زیاته کړه:

(( فورمې چې له ولایتونو څخه مرکز ته راشي، اوه مرحلې به تېري کړي بیا به یي اړونده اداره څاري او د رایو د شمېرنې ابتدایي نتایج به د میزان په اوه لسمه نېټه اعلان کړو. ))

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنی له پای ته رسېدو وروسته، دا دوهم ځل دی چې، د ولسي جرګې انتخابات په کې ترسره کیږي.

رايي ورکوونکي او ولسي جرګې ته کاندیدان په انتخاباتو کې د جعلي کارټونو له کارونې او داسې نورو سرغړونو څخه اندیښمن دي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې یي جعلي کارټونه، (( مخکې له دې چې وکاریږي)) نیولي او عاملین یي قانوني ادارو ته سپارلي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا هم وایي چې، په دې انتخاباتو کې داسې درغلی نه دي شوي چې، په مجموع کې دی د انتخاباتو مشروعیت ته ګوته ونیول شي.

د انتخاباتود خپلواک کمیسون د بهرنیو اړیکو ریيس دا هم وویل چې د رایو شمېرل، پرته له څو مرکزونو څخه، نور په ټول هېواد کې ترسره شوي دي،ده وویل:

(( پرته له څو مواردو څخه چې په یو څو مرکزونو کې یي د رایو شمېرنه ځنډولې نور په ټول هېواد کې د رايي شمېر بشپړ شوی دی .))

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې د میاشتې په اوه ویشتمه ورځ په څه باندې پنځه زره مرکزونو کې ترسره شول، نړېوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د یادو انتخاباتو هرکلۍ کړی دی .

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، انتخاباتو ته څه باندې لس میلیونو خلکو د رایو پاڼې اخیستې وې او کېدای شي چې، له څلورومیلیونو څخه زیاتو په کې ګډون کړي وي.

راپور: خان محمد(سیند)