د عملیاتو په ترڅ کې په خوست کې یو مشکوک کس وژل شوی

د خوست ولایت په مرکز کې تېره ورځ د افغان او ایتلافي ځواکونو په ګډو تصفیوي عملیاتو کې یو مشکوک کس وژل شوی او درې نور نیول شوي دي .

که څه هم د سیمې خلکو ویلي چې وژل شوی کس ملکي وګړی دي خو د دغه ولایت امنیتي مسوولین وايي چې په دې اړه څیړنې روانې دي .

بل خوا ویل کی چې د دغه ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د ماین په یوې چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او اتو سرتېرو ته د مرګ، ژوبلې د اړولو ادعا یې کړې ده، خو سیمه ایزو چارواکو دغه ادعا بې بنسټه ګڼلې ده .