په داسې حال کې چې له ولایتونو څخه مرکز ته د راېو د صندوقونو د لیږدولو بهیر روان دی، په افغانستان کې سیاسي ګوندونه او د ولسي جرګې کاندیدان وایي اړین دي چې د انتخاباتو وروستیو پایلو ته د رسېدلو لپاره جدي هڅې وشي .
سیاسي ګوندونه او کاندیدان وايي چې د انتخاباتو د پایلو به اعلان کې د ځنډ مساله او د انتخاباتي شکایتونو د نا سمې څیړنې له امله دا امکان شته چې د درغلیو لپاره زمینه برابره شي .
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې مرکز ته د رایو د صندوقونو د لیږد او د انتخاباتي شکایتونو د څیړلو په برخه کې ګړندۍ هڅې رولنې دي .
بل خوا د افغانستان له انتخاباتو څخه نړېوال ملاتړ روان دی، د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه انتخابات د افغانستان د خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده او په نوموړې ورځ یې د رايې ورکونې په مرکزونو د مخالفینو بریدونه په کلکه غندلي دي .