نن به په عشق اباد کې د ګازو د پایپ لاین د رغېدو تړون لاسلیک شي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان د کانونو وزيران نن په عشق اباد کې غونډه وکړي او د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو پايپ لاين د جوړېدو د پروژې تړون لاسليک کړي.

په همدې حال کې په پام کې ده چې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران په نيويارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنګ کې پر دې موضوع خبرې وکړي.