د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون پرون د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره وليدل.
بانکي مون له احمدي نژاده وغوښتل چې د ايران د اتومي پروګرام په باب له نړېوالې ټولنې سره رغنده خبرې وکړي.
سرمنشي په يوه اعلاميه کې د ايران له مذهبي مشره هم لومړنيو مدني او سياسي حقونو ته د درناوی غوښتنه وکړه.
له بلې خوا د ايران ولسمشرمحمود احمدي نژاد له اې بي سي تلويزيون سره په مرکه کې له امريکا وغوښتل چې هغه اته ايرانيان خوشې کړي چې د ده په وينا په غير قانوني ډول نيول شوي دي.
ده دا هم وويل چې ايران تېره اوونۍ د ښه نيت په نښه يوه امريکايي ښځه سارا شروډ، چې د تېر کال د جولای له مياشتې په ايران کې بندي وه، خوشې کړه.
احمدي نژدا پرون نيويارک ته ورسېد چې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په کالنۍ غونډه کې ګډون وکړي.