اوباما: په بدلون راوستلو کې د تور پوستو ملاتړ ته اړتیا ده

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د متحده ايالاتو له تور پوستو سياسي مشرانو غوښتي، چې د بدلون راوستو لپاره د هغه د هڅو ملاتړ وکړي.

اوباما دا غوښتنه په کانګرېس کې د امريکايي د تورپوستو د استازو سازمان ته د څرګندونو په ترڅ کې وکړه.

راپورونه وايي، د اوباما ډيموکراټ ګوند کيدۍ شي د راتلونکې نومبر مياشت په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند په وړاندې زياتې څوکۍ له لاسه ورکړي، چې پر کانګريس به د ديموکراټانو د کنټرول په پای ته رسيدو تمام شي.

د بې روزګارې د سطحې د لوړوالي او د ورو اقتصادي ودې له امله ديموکراټ ګوند ته رای ورکونکي مخ په کميدو دي.