نړېوال: په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې بریالۍ وې

د ملګروملتونو سازمان، ناټو او د اروپا ټولنې د افغانستان انتخابات بریالي بللي او په دې انتخاباتو کې یې د افغانستان د خلکو د ګډون ستاینه کړې.

د ملګروملتونو د سازمان سرمنشي بان کي مون له امنیتي ستونزو سره سره د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلګو ګډون ستایلی او د اروپا ټولنې هم ورته نظر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ په ټول افغانستان کې څوارلس تنه په بیلابیلو پیښو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دوی په دې ورځ یوسلو پنځوس حملې ترسره کړي دي.

ویل شوي چې په افغانستان کې د رایې ورکوونې په شرایطو شاه خوا څلویښت فیصدو برابرو کسانو رایې ورکړي، دغه راز په انتخاباتو کې له درغلیو څخه هم راپورونه ورکړل شوي خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي، چې تقلب او درغلۍ به په جدي توګه وڅیړي.