د شکایتونوکمیسیون:په لویدیځ کې رنګ له لاسونو پاک شوی

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هغه رپوټونه تاييد کړي، چې د هېواد په لویدیځ کې رنګ د رایي اچونکو له لاسونو څخه پاک شوی دی.

د انتخاباتو د شکایتو د کمیسیون ویاند احمدضیا رفعت ازادۍ راډیو ته وویل، چې د رایو په څو مرکزونو کې، رنګ، له کیمیاوي موادو څخه په کارونې په ډېر اسانی د رايي اچونکو له ګوتو پاک شوی دی.

د ښاغلي رفعت په وینا تر اوسه روښانه نه ده، چې د راېو په څو مرکزونو کې دې ته ورته ستونزې موجودې دي.

داسې راپورونه خپاره شوي، چې د هېواد په نورو ولایتونو لکه بلخ او خوست کې دې ته ورته ستونزې لیدل شوي، چې رايي اچونکو له ګوتو رنګ پاک شوی دی، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر اوسه د دغه ستونزې د حل لپاره څه نه دي ویلي.