د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د رایې اچونې بهیر نن سهار په اوو بجو په ټول افغانستان کې پیل شو، دغه بهیر په کابل کې هم د حبیبې له لیسې څخه په داسې حال کې پیل شو، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس فضل احمد معنوي هم حاضر و.
نوموړي یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې یوازې په کابل کې نه بلکې په ټول افغانستان کې د رایو په مرکزونو کې د رایې اچونکو د هرکلي لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی.
افغان ولسمشر حامد کرزي هم د کابل ښار په اماني لېسه کې د خپل خوښې کاندید ته رایه ورکړه او یو ځل بیا یي خلک په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅول.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي استیفن دیمستورا هم اماني لېسې ته ورغلی و اوهلته یې درایې ورکوونې لړې له نږدې نه وکوت.
نوموړي په افغانستان کې د انتخاباتو له پروسې څخه خوښي څرګنده کړه او خلکو ته يي ډاډ ورکړ ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له ډیموکراتیکو پروسو څخه په ټینګه ملاتړ کوي.