په هرات کې یو ایټالوي سرتېري وژل شوی

د ناټو یو سرتېری په هرات ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی، ایټالوي پوځي چارواکو ویلي چې سرتېرو یي یو کس چې غوښتل یي په سړک کې ماین ښخ کړي په نښه کړی وو چې د ډزو په تبادله کې یو سرتېری ووژل شو او یو بل ټپي شو.

د دې سرتېري په وژل کېدو سره په افغانستان کې ایټالوي پوځیانو ته د تلفاتو شمېر دیرش تنو ته ورسېد، په اوس وخت کې د ایټالیا ۳۴۰۰ سرتېري په هرات کې ځای پرځای دي.