پولنډي پولیس د چیچن د یاغیانو د مشر زکایف د نیولو هڅه کوي

د چینچن یاغیانو تبعیدي مشر احمد زکایف نن د پولنډ په پولتوسک Pultusk ښار کې د چیچنیایانو په نړیوال کانګرس کې ګډون کوي.

زکایف د روسیې له لوري د ده د نیول کېدو د نړیوال حکم له خپرېدو سره سره پولنډ ته رسېدلی. د روسیې په حکم کې زکایف تروریست او په نوییمو کلونو کې د روسي ځواکونو او چیچن بېلتون غوښتونکو ترمنځ جګړو کې په بشري جنایاتو تورن بلل شوی.

د پولنډ پپ PAP آژانس د زکایف د یوه نژدې همکار ادام بوروفسکي له قوله راپور ورکړی، چې وايي، زکایف په پام کې لري نن پولنډي څارنوالانو ته ورشي او د پولنډي چارواکو له خوا د ده د نیول کېدو د احتمال په اړه له هغو معلومات ترې وغواړي.

د پولنډ پولیسو ویلي دي، چې ځان د زکایف په نیولو مکلف ګڼي ځکه نړیوالو پولیسو یا انټرپول د ده د نیولو حکم ورکړی خو معلومه نه ده چې روسیې ته د زکایف سپارل به په څه ډول وي.

زکایف په ۲۰۰۳ کال کې په برتانیه کې چې د پولنډ په څېر داروپايي ټولنې غړی هېواد دی، سیاسي پناه واخیسته او له هغه وخته تراوسه هلته ژوند کوي.