د امریکا د کانګرس د استازیو جرګې د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له میلیونونو مصیبت ځپلو، بې ځایه شویو خلکو او له دې کبله د رامنځته شوو ورانیو له وجې له پاکستان سره د امریکا خواخوږي څرګنده کړې ده.
دغه پریکړه لیک ته چې پرون تصویب شو۳۹۶ مثتبی او دوه منفي رایې ورکړل شوې.
په پریکړه لیک کې د میلیونونو سیلاب ځپلو پرحال ژور خفګان او له هغو سره پیوستون څرګند شوی او په ډاګه شوې ده، چې پاکستان د امریکا نژدې متحد او دوست هېواد دی او امریکا ژمنه کوي، چې د دې سېلابونو له وجې د رامینځ ته شويو ورانیو په رغونه کې به له دې هېواد سره مرسته کوي.
په پرېکړه لیک کې همداراز د امریکا د حکومت له خوا له پاکستان سره د مالي مرستو ملاتړ شوی او له نورو هېوادونو او افرادو څخه غوښتنه شوې ده چې له پاکستان سره مرستو ته دوام ورکړي.
د امریکا حکومت وايي، چې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یې تراوسه د ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.