ناټو: بېلابېلو پېښو کې ۳ بهرني عسکر وژل شوي

ناټو وایي، چې پرون درې بهرني سرتیري په افغانستان کې ووژل شول.

ناټو په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی، چې دوه بهرني سرتیری د هېواد په جنوب کې د وسله والو په جلا حملو کې او دریم په یوه بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شوو سرتیرو نومونه او هېوادونه نه دي ښودل شوي.