ګېټس: په افغانستان کې د اضافي عسکرو په اړه د اوباما پلان بریالی ښکاري

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس وايي، داسې نښې نښانې ښکاري چې په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو لپاره د ولسمشر بارک اوباما د ادارې پرېکړې نتیجه ورکړې ده.

ګېټس چې تېره ورځ د فرانسې له دفاع وزیر هېروې مورین سره له کتنې وروسته خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، د روان کال په پای کې د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د حکومت مهمه څېړنه به دا خبره جوته کړي چې آیا هغې ستراتیژۍ چې ولسمشر بارک اوباما یو کال مخکې د افغانستان لپاره اعلان کړه نتیجه ورکړې کنه.

د امریکا دفاع وزیر دې پوښتنې ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه چې آیا د افغانستان د ولسي جرګې راروان انتخابات به شفاف وي کنه خو هیله یې څرګنده کړه چې دا انتخابات به بااعتباره وي او له انتخاباتو وروسته به تاوتریخوالی په ترټولو ټیټ حد کې وي.