رفعت:که د هر کاندید لپاره جعلي کارت وکارول شو نو نوموړي کاندید به محرومیږي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي که د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د هر کاندید لپاره د جعلي کارت رايه وکارول شوه دا امکان شته چې نوموړي کاندید له کاندیدېدلو څخه محروم وګڼل شي .

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې .

دغه شان ښاغلي رفعت د پنځه کسو هغو کاندیدانو نومونه هم اعلان کړل چې پر خپل وخت یې له خپلې دولتي دندې نه د نه استعفا کولو او نورو لاملونو له امله نومونه د کاندیدانو له وروستي لست څخه ایستل شوي وي .

د یادونې وړ ده چې تر دې پخوا هم د لسګونه کاندیدانو نومونه د بېلابېلو لاملونو له امله د کاندیدانو له وروستي لست څخه ایستل شوي دي .