د کندهار چارواکي وايي چې د انتخاباتو د ډاډمن امنيت په هدف کې د ارغنداب په ولسوالۍ کې تصفیوي عمليات کړي ٦ تنه مخالفين يي وژلي او ١٥ تنه يي ژوندي نيولي .
د کندهار والي تور يالي ويسا د ملي امنيت ريس جنرال محمد نعيم مومن د امنيي قومندان مل پاسوال سر دار محمد ځاځي او د سرحدي پوليسو د څلورمې لوا درستيزوال جنرال رازق په يوې خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې دغه عمليات د ارغنداب ولسوالۍ د مرنجان قلعچې، يعقوب قلعچې، سركاري باغ او خواجه ملك په اړوندو سیمو كې د ملي پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت او سرحدي پوليسو له لوري تر سره شوي .
د کندهار والي توريالي ويسا وويل چې د دې عملياتو هدف دا وو چې په ياد شوي سيمه کې هغه وسلوال وځپل شي چې د انتخاباتو د امنيت د ګډوډلو لپاره په سيمه کې پټ شوي وو.
د والي په وينا د محل جاتو تر عملياتو را وروسته دا دوهم عمليات دي چې يوازې يي افغان ځواکونه تر سره کوي:
(( دلته هم څه تهديدونه د کندهار ښار او هم د ارغنداب ولسوالۍ لپاره موجود وو زموږ مسلکي، د کليو خلکو د ولسواليو خلکو په همکاري هغه ساحه داسې تصفيه شوه چې دښمن د هغه ساحي وويستل شو يا ونيول شو او هغه شي مې چې يي ځای پرځای کړي وو هغه هم زموږ د امنیتي قوتو لاس ته ورغلې ))
د سرحدي پوليسو د څلورمي لوا درستيزوال جنرال رازق چې د يادو عملياتو مشري يي کوله ازادۍ راډيو ته وويل چې په دغه عملياتو کې شپږ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او شاوخوا پنځلس تنه نيول شوي دي .
د رازق په خبره په عملياتو کې يي لسګونه ځای پرځای شوي ماينونه هم خنثې کړي:
(( په دې کې د دښمن د پنځلسو شپاړلسو کسانو پورې شکمن دلته راوستل شوي او شپږ کسه هلته د منځه تللي، په زياته اندازه ماينونه چې دوي د خلکو په لاره کې ايښي وه او يا هغه موټر سايکلان چې دوي جوړ کړي وه چې شايد دوي په کندهار ښار کې هدف درلودې چې د خلکو په منځ کې يي انفجار کړی او د کندهار ښاريانو ژوند په خطر کې واچوي او په مړو کې دوه کسه سرګروپان هم د طالبانو شامل دي ))
د ملي امنيت ريس جنرال محمد نعيم مومن په خبري غونډه کې وويل چې د وسلوالو مخالفينو هغه کس يي نيولی چې خلک يي د شبنامو په خپرولو سره په ټاکنو کې د ګډون څخه را ګرځول:
(( دوښمن د مخامخ جنګ توان نه لري اوس فقط تبليغات دوي ته پاتې دي او تبلغات هم ډير ضعيفه دي او په دې هکله موږ د دوي هغه په هغه اصلي مرکز کې د دې عامل د کمپیوټر او د شبنامو سره نيولي ))
په ياده خبري غونډه کې د کندهار د امنيي قومندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي وويل چې د ټاکنو د ورځې لپاره يي خپل ټول امکانات په کار اچولي او خلک دې په ډاډه زړه په انتخاباتو کې ګډون وکړي .
که څه هم د ارعنداب د عملياتو په هکله تر اوسه د دولت وسلوالو مخالفينو خپل غبرګون نه دي ښوولي، خو څو ورځې مخکې يي ګواښ کړی وو چې انتخابات به ګډوډ کړي .
راپور : محمدصادق رښتينى