د انتخاباتو لپاره په ټولو ولایتونو کې امنیتي تدابیر نیول شوي

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره چې د را روانې شنبې په ورځ به تر سره شي د افغانستان په تولو ولایتونو کې امنیتي تدابیر نیول شوی دي .

د راپورنو له مخې تېره ورځ د افغانستان د ملی دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال پاسوال منیر منګل هرات ولایت ته تللی او په لویدیځو ولایتونو هرات ، فراه ، غور او بادغیس کې د انتخاباتو لپاره امنیتي تدابییر له نیږدې څخه څیړلي دي .

دغه شان په پکتیا ولایت کې هم تېره ورځ د امنیتي ارګانونو سیمه ایزو مسوولانو په غزني ، پکتیا ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د انتخاباتو لپاره د امنیتي تیاریو ډاډ ورکړی او له همدې امله یې د خنجر او شمشیر په نوم د دوو عملیاتو لاسته راوړنې هم له خبریالانو سره شریکې کړې دي .

له کندهار ولایت څخه هم رارسیدلي راپورونه وایي چې امنیتي تدابیر له اوس څخه ټینګ شوي او چارواکي وایي چې د انتخابوتو لپاره هر ډول تیاری لري .

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ویل کیږي چې د انتخاباتو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.