په هلمند کې د ټاکنو د کارکونکو د ډلې مشر وهل شوی

په هلمند کې د نادعلي ولسوالۍ لپاره د ټاکنو د کارکوونکو د ډلې مشر يا ډپسي د نادعلي د امنيه قوماندان له لوري وهل شوی دى او زندان ته اچول شوی دی.

د نادعلي امنيه قوماندان عصمت الله سعادت وايي د انتخاباتو کارکوونکو له پوليسو نه د امکاناتو غوښتنه کول او ترمنځ يي لفظي شخړه راغلې خو څوک يي وهلي نه دي.

د ياد شوي ډپسي سره ملګري وايي، د نادعلي قوماندان دوي وهلی دی او ورته ويلي يي دي که چېرې شکايت وکړي نو ټول به زندان ته واچوي.

د هلمند امينه قوماندان محمد حکيم انګار وايي دا يوه لفظي شخړه ده او په دې اړه د پوليسو له قوماندان څخه پلټنې روانې دي
د انتخاباتو کميسون مسئولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لوري د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې سلګونو کسانو په مظاهره لاس پورې کړى دى، مظاهره کوونکي وايي تېره شپه امريکايانو د دوي په کورنو کې تلاشي کړي ده او د تلاشي پرمهال يي ښځې هم تلاشي کړي دي.

تر اوسه په دې اړه دولتي کسانو څه نه دي ويلي خو د ناوې ولسوالۍ د ټولينزې شورا يو تن غړي عبدالله جان وايي مظاهر کوونکي يي راضي کړي دي او په دې اړه نور جزيات وروسته د رسنيو په واک کې ورکول کيږي