د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرله ټولو کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتو له مقراراتو سره سم دې نور کمپاین نه کوي او خاموشي دې غوره کړي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره چې بل سبا د شنبې په ورځ ترسره کیږي د کاندیدانو د کمپاین یا انتخاباتي مبارزو نېټه تېره شپه دولس بجې پای ته ورسېده.
د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر فضل احمد معنوي د ازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو له قانون سره سم اته څلویښت ساعته مخکې له دې، چې انتخابات پیل شي، باید کمپاینونه پای ته ورسول شي، څو کمسیون خپل پاتې کارونه ترسره کړي.
ښاغلي معنوي زیاته کړه هیڅ یو کاندید نه شي کولای له دغه قانون څخه سرغړاوې وکړي، که نه نو د ده په وینا له قانوني مجازاتو سره به مخ شي:
(موږ هیله مند یو، چې ټول کاندیدان قانون رعایت کړي او خپل کمپاینونه ودروي، څو د انتخاباتو خپلواک کمسیون هغه کارونه، چې لازم دي ترسره یی کړي.
که چیرې بیا هم کوم کاندید د قانون خلاف خپل کمپاین ته دوام ورکړي نو طبعي ده، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون له خوا مجازات شي.)
که څه هم ښاغلي معنوي د سرغړوونکو کاندیدانو لپاره اټکل شوې سزا سخته وبلله خو د هغې په اړه یی جزیات ورنه کړل، په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ ترسره کیږي، چې ورته له دوه نیم زرو نه زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي.