ښځینه کاندیدانې څه ډول کمپاین کوی؟

یو شمېر کاندیدې میرمنې هڅه کوي چې د ځان د بریالیتوب لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او دې انتخاباتو ته ټول کاندیدان په شدت سره د خلکو د ملاتړ د را جلبولو لپاره د خپلو عکسونو یا پوسترونو په چاپ او د خلکو په مینځ کې د غونډو په جوړو بوخت دي .
د ولسي جرګې د انتخاباتو په را نږدې کېدو سره یو شمېر زیاتې ښځینه کاندیدانې هڅه کوي چې ولسي جرګې ته د بریالیتوب لپاره د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي، دغه میرمنې د خپلو پروګرامونو او طرحو د معرفي کولو لپاره په غونډو کې را څرګندیږي او د خپلو ملاتړو کورونو ته ورځي.

د ترکمن له قوم څخه شیرین ګل بیګ ولسي جرګې ته یوه له هغو کاندیدانو څخه ده چې د سې شنبې په ورځ یي په کابل کې یوې غونډی ته وویل، چې هڅه کوي د خپلو انتخاباتي سیالیو پر مهال د ملاتړو د جلبولو لپاره کور په کور وګرځي ترڅو خپل پروګرامونه د هغوي تر غوږو ورسوي.

نوموړي اوس له ترکیي راستنه شوې او په سختې سره په پښتو یا دري خبرې کوي:

(زه یواځې کور په کور ګرځم کمپاین کوم، افغانان څه ستونزې لري ما هغه ولیدلې دوي ډیرې ستونزې لري، هغوي خوښي او زما هرکلۍ کوي.)

د ولسي جرګې انتخاباتو ته چې د ګوتو په شمېر ورځې پاتي دي په ټول هېواد کې ورته له درې سوه څخه ډیرو ښځو ځانونه کاندید کړي دي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې په سلو کې پنځه ویشت د ولسي جرګې څوکیو ښځو ته ځانګړې شوي دي، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره کاندیدان هڅه کوي چې د خلکو ملاتړ جلب کړي ترڅو ورته رایه ورکړي خلک هم په دې لټه کې دي ترڅو یو مناسب کاندید پیدا او خپله رایه ورکړي.

په دې برخه کې یو شمېر ښځینه کاندیدانې توانیدلي دي چې د خلکو باور تر لاسه کړي:

(له نارینه وو څخه ښځې ښې دي زه پوهیږم چې د یو نارینه په پرتله ښځه ډیره مینه لري، نارینه وو خو څه ونه کړل، زموږ غږ یي وا نه ورېد ان زموږ خبرو ته یي غوږ ونه نیولو، که ښځې څه وکړي نو خوښیږو.

زما نوم هدایت الله دی د کابل د زاړه ښار اوسیدونکی یم.دوی یو هم نه دي تلي له خلکو سره یي له نږدې نه دي لیدلی، نو دا ستونزمنه ده چې یو څوک دې په پټو سترګو خپله رایه وکاروي، یو ښه وکیل هغه دی چې د خلکو ستونزې درک کړي ان د خلکو ستونزو ته لاس رسۍ پیدا کړي.)

د ولسي جرګې انتخاباتو ته یو شمېر کاندیدې ښځې وایي چې د خپلو انتخاباتي سیالیو په پایله کې دې ته متوجه شوي چې د نارینه کاندیدانو په پرتله یي ډیر ملاتړې پیدا کړي.

دغه کاندیدانې وایي خلک په دې اند دي چې ډیرې ښځې له سیاسي کړېو سره اړیکه نه لري او دوي په تېرو درېو لسیزو ناورینونو کې ښکیلي نه وې نو ځکه یي ځینې خلک ملاتړ کوي.

خو په عین وخت کې یو شمېر خلک بیا د پارلمان مخکینو غړو بې باوره کړي او وایي چې دوي په تېرو انتخاباتو کې خپل د خوښي کاندید ته رایه ورکړې، خو هغوي تر بریالیتوب وروسته د خلکو د ستونزو په اړه فکر ونه کړ او د ملي ګټو پر ځای یي خپلې شخصي ګټې مهمې وبللې.

ټا کل شوې چې د ولسي جرګې انتخابات د وږي میاشتې په اوه ویشتمه نېټه چې د راتلونکي شنبې ورځې سره سمون لري تر سره شي چې د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره په ټول هېواد کې له دوه زرو پنځو سو څخه ډیرو کسانو ځانونه کاندید کړي دي.