د ولسي جرګې رییس د جعلي کارتونو په اړه اندېښمن دی

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو لپاره د سلګونو جعلي کارتونو د چاپ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

محمدیونس قانوني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې جعلي کارتونه په انتخاباتو کې د درغلیو امکان لا زیاتوي.

بل خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس که له یې خوا ډاډ ورکوي، چې په انتخاباتو کې د جعلي کارتونو کارول ناشونی دی، له بلې خوا ادعا کوي چې د دې کارتونو په چاپولو کې له هېواد بهر د ځینو سیاسي کړېو لاس دی.

فضل احمد معنوي نن خبریالانو ته وویل، چې دغه کړی غواړي د افغانستان د انتخاباتو بهیر بد نامه کړي.