م.م هڅه کوي چې انتخابات به پرته له درغلیو تر سره شي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او دغه راز په دې هېواد کې د ملګروملتونو چاواکي وایي چې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته ټول تیاری نیول شوي او هڅه کیږي چې له هرډول درغلۍ پرته ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي سټیفن ډیمستورا سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هیڅوک به ونه شي کولای چې له یوه ځل څخه زیات رایه ورکړي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي څرګنده کړه چې د انتخاباتو په اړه امنیتي ستونزې شته خو دوي ډاډه دي چې انتخابات به په شفافه او عادلانه توګه ترسره شي.