قانوني:جعلي کارتونه په انتخاباتو کې د درغلیو امکان لا زیاتوي

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس محمد یونس قانوني

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو لپاره د سلګونو جعلي کارتونو د چاپ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. محمدیونس قانوني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې جعلي کارتونه په انتخاباتو کې د درغلیو امکان لا زیاتوي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته د جعلي کارتونو د چاپولو په اړه د را پیدا شوېو اندېښنو په ترڅ کې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس محمد یونس قانوني هم دغه کار د انتخاباتو شفافیت ته یو ګواښ وباله.

نوموړي، چې د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې د انتخاباتو جعلي کارټونه او رایي پاڼې د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

ښاغلی قانوني له اړوندو ارګانونو څخه په جدي توګه د انتخاباتو د جعلي کارټونو او رايي پاڼو د کارونې د مخنیوي غوښتونکی شو:

(د رایو جعلي کارتونه د افغانستان له پولو اخوا هېواد ته لېږدول شوي، چې د انتخاباتو پر وړاندې جدي چلنج دی او د افغانستان د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

نو ټول دغه مسايل جدی دي، چې هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او هم کشفي او امنیتي بنسټونه په جدي توګه د انتخاباتو له جعلي کارتونو او جعلي رايي پاڼو څخه، چې د افغانستان له پولې اخوا افغانستان ته لېږدول شوي، په درغلیو کې له کارونې څخه مخنیوي وکړي.)

د ولسي جرګې رئیس همدا راز وویل، که چېرې څارونکي د انتخاباتو په ورځ په د رایې ورکولو په بهیر په جدې توګه څارنه ونه کړي، نو د انتخاباتو او د دیموکراسی پروسه به زیانمنه کړي.

په پېښور ښار کې د ازادی راډیو د خبریال د رپوټ له مخې په سلګونه زره د انتخاباتو جعلي کاروټونه د دغه ښار په چاپ ځایونو کې چاپ شوي دي.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي هم تاییدوي چې یو شمېر جعلي کارتونه چاپ شوي او دوي نیولي هم دي، خو په دې باور دي چې کارول به یې ناشونی وي، ځکه چې د انتخاباتو کارتونه رایې پاڼې په داسې بڼه جوړ شوي چې تقلب په کې په اسانۍ رسوا کیږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیس فضل احمد معنوي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دغو کارتونو په چاپولو کې له هېواده بهر د ځینو کړېو لاس دی:

( یو شمېر کړی هم په هېواد دننه او هم له هېواده بهر چې کېدای شي د ګاونډېو هېوادونو په ګډون نور بېلابېل هېوادونه وي.

ځانګړې کړی هڅه کوي، چې د انتخاباتو پروسه تر پوښتنو لاندې راولي موږ تمه لرو، چې تر راتلونکو ۳-۴ ورځو پورې امنیتي ارګانونه په ځانګړې توګه ملي امنیت د دغه دسیسې رېښه پیدا کړي، چې چېرته ده او څوک په کې لاس لري.)

د انتخاباتو د جعلي کارټونو د چاپ په اړه اندېښنې په داسې حال کې څرګندیږي، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر دې مخکې هم د عمده ناندرېو لکه امنیتي ستونزې، د کاندیدانو په ګټه له دولتي امکاناتو څخه سوء استفاده او دېته ورته نورو مسایلو سره مخ و، خو چارواکي ډاډ ورکوي چې د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره به خپله ټوله وسه وکړي.