د شیطاني ایتونو په نامه د کتاب مولف سلمان رشدي وايي هغه په دې باور دی چې په نیویارک کې د سپټمبر د يوولسمې د بریدونو سیمې یا (ګراونډ زیرو) ته نژدې بايد اسلامي مرکز او جومات جوړ شي.
نوموړي اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل پوهېږي هغې سیمې ته نژدې چې د سپټمبر د يوولسمې حملو زرګونه کسان ووژل، د جومات او اسلامي مرکز جوړول حساسه موضوع ده خو په دې برخه کې باید د مذهبي او د بیان د ازادۍ په اړه د امریکا قانون ته درناوی وشي.
په ۸۰ يمه لسیزه کې د شیطاني ایتونو په نامه د سلمان لیکل شوي کتاب په نړېواله سطحه د مسلمانانو غوسه را وپاروله او مسلمانانو د نوموړي د وژلو غوښتنه وکړه.