په ايران کې د يوې بندي امريکايي مدافع وکيل وايي د هغې د موکلې کورنۍ له ايراني چارواکو څخه غوښتي د ضمانت په توګه دې غوښتل شوي پنځه لکه ډالر راکم کړي.
ايراني چارواکو ويلي وو، چې د پنځه لکه ډالره ضمانت په بدل کې به سارا شرود ازاد کړي.
مدافع وکيل مسعود شفيعي وايي دى خبر دى، د سويس ډيپلوماتان چې په ايران کې د امريکا اړوند چارې سمبالوي، هڅه کوي دغه اندازه پيسې راکمې کړي. هغه ويلي د ٣٢ کلنې شرود کورنۍ د دغه اندازه پيسو په برابرولو کې ستونزه لري.
شفيعي وايي تر اوسه يې د ايران کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى. په همدې اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي وويل هيله من دى شرود او دوه نور نيول شوي امريکايان ازاد شي:
”موږ په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو او هيله من يو چې سارا شرود او دوه نور امريکايان به ازاد شي، ما ته تر اوسه په دې اړه پوره جزئيات نه دي را رسېدلي چې زه يې په اړه معلومات درکړم.“
شرود له دوو نورو امريکايانو سره تېر کال په جولاى مياشت کې د عراق پولې ته نژدې ونيول شول. ايران دوى تورن کړي چې د جاسوسۍ په نيت ايران ته داخل شوي وو.