د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې تېره شپه د توغندېو د لګېدلو له امله لس کسه ټپیان شوي دي، د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه توغندي د مخالفینو له خوا د جلال باد ښار له جنوب څخه توغول شوي چې هدف یې د ننګرهار هوايي اډه وه .
ویل شوي چې ټپیان په خپل وخت سره روغتون ته رسول شوی دي، طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
ویل شوي چې ټپیان په خپل وخت سره روغتون ته رسول شوی دي، طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.