امریکا د باسکټبال ټیم پایلوبه وګټله

د امريکا متحدو ايالتونو د باسکټبال ټيم د نړېوالو اتلوليو پايلوبه وګټله او د اتلولۍ مقام يې ترلاسه کړ.

د امريکا ټيم په پايلوبه کې کوربه ټيم ترکيې ته د ۶۴ امتيازونو په وړاندې په ۸۲ امتيازونو ماته ورکړه او په شپاړلس کلونو کې يې د لومړي ځل لپاره د باسکټبال د اتلولۍ مقام وګاټه.

تر دې مخکې د درېم مقام لپاره د ليتوانيا او سربيا ترمنځ سيالي د ليتوانيا په ګټه پای ته ورسېده، ليتواتيا ۹۹ امتيازونه ترلاسه کړل خو سربيا په ۸۸ امتيازونو وبايلله.