ناټو ومنله چې په تخار کې يي د موټرو پر یوه کاروان بمباري کړې

د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو پرون ومنله چې ممکن په هغه هوايي بريد کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي چې په ترڅ کې يې د ولسي جرګې يو کانديد ټپي شو.

د روانې سنبلې مياشتې په يوولسمه نېټه ناټو ځواکونو د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د موټرو پر يوه کاروان بمباري وکړه او ويې ويل چې د ازبکستان د اسلامي نهضت غړي يې وژلي دي.

خود تخار ولايتي چارواکو وويل چې د ولسي جرګې د يوه کانديد لس تنه پلويان وژل شوي او په خپله کانديد له څو نورو سره ټپي شوي دي.

د افغان ولسمشر دفتر د پېښې په سبا په يوه خبرپاڼه کې دا بريد په کلکه وغانده او په دې اړه يې د تحقيقاتو امر وکړ.

په خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې د افغانستان پر کليو بمبارۍ به له تروريستي ضد جګړې سره هېڅ مرسته ونه کړي.

پرون ايساف وويل د دې ځواک او د افغانستان د کورنيو او دفاع وزارتونو د ګډ تحقيقاتي ټيم څېړنو وښودله چې د ازبکستان د اسلامي نهضت مشر په بمباري شوي موټر کې سپور وو خو دا خبره نه ردوي چې ممکن په دې پېښه کې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبلې اوښتې وي.