د شمالي اوستيا مرکز ته نژدې تر درې سوه زياتو ځوانانو د تېرې پنج شنبې د ځان وژونکي بريد په اعتراض مظاهره وکړه، چې ١٧ کسان په کې وژل شوي وو.
مظاهره چيانو غوښتنه درلوده چې د شمالي اوستيا له رهبر تېموراز مامسوروف سره خبرې وکړي، خو نوموړى د خبرو لپاره د خلکو دې ګڼه ګوڼې ته راونه ووت.
په مظاهره کې ويناوالو پر پوليسو انتقادونه وکړل چې د بريد کوونکو په نيولو کې پاته راغلي، ويې ويل، که چېرې پوليس خپله دنده نه شي ترسره کولاى، بايد استعفى وکړي.
د پنج شنبې په ورځ په دې ښار کې يوه ځان وژونکي بريد ١٧ کسان ووژل او لږ تر لږه سل نور ژوبل کړل. بريد کوونکي په منفجره موادو خپل ډک موټر يوه مارکېټ ته نژدې منفجر کړ.