د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران نن له ترکيې سره د اړيکو پر پراختيا خبرې کوي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کاټرين اشتون خبريالانو ته وويل په بروسلز کې د دوى غيررسمي غونډه کې پر دې خبرې کېږي چې يقيني کړي دواړه لوري په اغېزناک ډول د ديالوګ له لارې مخکې ځي.
اروپايي ټولنې په دوامداره ډول دېته لوالتيا ښوولې چې له ترکيې سره پر ځينو مسايلو کار وکړي، لکه د منځني ختيځ د سولې پروسه، د ايران د اټومي پروګرام او بوزنيا مسئله، چې انقره په دې برخه کې خپل تاثير لري.
خو ځينې اروپايي هېوادونه لکه جرمني او فرانسه وېره لري چې ترکيې ته نژدېوالى به انقرې ته يو شين چراغ وي چې هڅه کوي د اروپايي ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي او دا هغه مسئله ده چې دغه هېوادونه يې مخالفت کوي.