اروپايي ټولنې د فلوريدا ايالت د پادري پلان وغانده

عالي رتبه اروپايي چارواکي به نن د امريکا د فلوريدا ايالت د يوې وړې کليسا د پادري له لوري د سپټمبر د يوولسمې په مناسبت د قران کريم د سوځلو ځنډول شوى پلان وغندي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويسترويلې دا په نړۍ کې د سولې په وړاندې له کرکې ډک او ډېر خطرناک عمل بللى. د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کاترين اشتون د دې کار د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

دوى نن په بلجيم کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې په دې اړه خبرې کوي. دوى د يوې غير رسمي دوه ورځنۍ غونډې په دويمه ورځ سره جرګه کېږي.