اوباما: په افغانستان کې د اداري فساد پرضد مبارزه کې پرمختګ شوى

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما په افغانستان کی د اداري فساد په اړه په سپینې ماڼۍ کي خبرې وکړي او ویي ویل، په دې اړه یو څه پرمختګ شوی خو کافي نه دی. د امریکا جمهور رییس دغه راز وویل ، پر جمهور رییس حامد کرزي باندې خپلو فشارونو ته دوام ورکوې تر څو په حکومت کی اداري فساد له منځه یوسي.