نا امني د انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې


د بشري حقوقو د څارنې نړیواله اداره وايي پر کانديدانو بريدونه او خراب امنيتي وضعيت د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته ګواښ پېښوي.
دې ادارې په يوه بيان کې ويلي دي چې د طالبانو بريدونه او د ډاډمنو انتخاباتو لپاره په افغان حکومت کې د اعتماد کموالى د وږي يا سنبلې د ٢٧مې د انتخاباتو اعتبار ته زيان رسولاى شي.

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ننګرهار کې به په امنيتي دلايلو د راى ورکولو د ۴۵۸ له مرکزونو څخه ٨١ تړلي وي.
له دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کميسيون ويلي وو چې د ناامنيو له وجې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د راى ورکولو له ٩٠٠ زيات مرکزونه تړلي وي.