ایراني چارواکو د هغو دريو امريکايي سيلانيانو د ډلې چې له يوکال راهیسې په ايران کې بنديان دي د یوې ښځینه غړې سارا شرود د خوشې کولو خبر ورکړی.
لویدیځو رسنیو په ملګروملتونو کې د ايران د سفارت د دويم سلاکار باک صحرايي له قوله ویلي دي چې سارا شرود به ډېره ژر خوشې شي. راپورونه وايي چې سارا شرود د ایران په ایوین زندان کې په یولړ ناروغیو مبتلا شوې وه.
تېره ورځ د ايران د کلتوروزارت خبريالانو ته په يوه ليکلي پيغام کې ويلي و چې د بندیانو د ډلې یوتن به د شنبې په ورځ خوشې شي.
د پاتې دوو زندانیانو د برخلیک په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
درې تنه امریکايي سیلانیان د تېرکال په جولای میاشت کې وروسته له هغه ونیول شول چې ظاهراً دعراق له خاورې ایران ته ننوتي وو.
ایراني چارواکو یوځل ویلي وو چې تورن کسان به دجاسوسۍ په تور محاکمه کړي.