د امریکا متحده ایالات وایي په دې خوښ دی، چې پاکستاني چارواکو د نیویارک په ټایمز څلور لاره کې د یوه پاکستاني الاصله امریکایي له خوا د ناکامه موټر بم له حملې سره په تړاو درې مشکوک کسان نیولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ کرولي وویل، چې امریکایي مستنطقین ډیر په دې باور دي، چې د دغې ناکامی هڅې اصلي تورن فیصل شهزاد په پاکستان کې دننه له مشکوکو کسانو څخه مرسته ترلاسه کړې.
ده وویل، چې امریکایي چارواکي په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره په شدت او له نږدې کار کوي.
فیلیپ زیاته کړه، چې دا درې واړه مشکوک کسان به د پاکستان د عدلي سیسټم له خوا تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې ونیولې شي.
په پاکستان کې پولیسو وویل، چې دا درې واړه مشکوک کسان دوه اوونۍ مخکې په پلازمینه اسلام اباد کې نیول شوي او له څو ورځو راهیسې ورڅخه تحقیقات پیل شوي دي.
چارواکو وویل، چې دوی په دې باور دي، چې دغه مشکوک کسان د پاکستان د طالبانو له تحریک سره اړیکې لري، چی چې د مې د میاشتې په لومړۍ نیټه د ټایمز په څلور لاره کې په ناکامه بمي حمله کې یې د لاس لرلو ادعا کړې ده.