پاکستان: امریکايي بې پیلوټه الوتکې ۱۸ تنه وژلي

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، چې افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان پر قبایلي سیمې د امریکا د بې پیلوټه الوتکوپه دریمه حمله کې لږ ترلږه څلوروسله وال وژل شوي دي.

دغو چارواکو چې نومونه یې نه دي ښودل شوي ویلي، چې درې واړه راکټي حملې په شمالي وزیرستان وشوي.

دا هغه سیمه ده، چې ویل طالبان او القاعده ورڅخه پرافغانستان د حملو لپاره کاراخلي. چارواکو ویلي، چې په درې واړو حملو کې شاوخوا اتلس وسله وال وژل شوي دي.