په کاپیسا ولایت کي سلګونه کسان نن سهار د یوې مظاهرې په ترڅ کې سړکونو ته راوتلي او غوښتنه کوي چي د امریکا په یوې کوچنۍ کلیسا کې باید د قران کریم نسخې ونه سوزول شي.
په فلوریډا کي د یوې کوچنۍ کلیسا مشر ویلي، چي نیت لري پر امریکا د سپټمبر د یولسمي تروریستي حملو د نهمي کلیزي په یاد د قران کریم نسخو ته اور واچوي.
مظاهره کوونکو د امریکا د فولورایډا دغې کلیسا ته خبردارۍ ورکړی چې له دغه ناوړه کارڅخه دې لاس واخلي.
یوه مظاهره کوونکي حاجي اقبال ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی به خپلو مظاهرو ته تر هغو دوام ورکړي، چي نومو ړې کلیسا له دغه پلانه لاس وانه خلي.
د امریکا حکومت او د جرمني صدرعظمي د کلیسا دغه پلان غندلی او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیوېډ پټرویس هم ویلي، چې دغه اقدام به په افغانستان کې بهرني ځواکونه له ډیرو ستونزو سره مخ کړي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومی منشي ځانګړي استازي سټیفن ډيمستورا هم پرون وویل، چې دا به په افغانستان کي د سولې هلې ځلې له خند سره مخ کړي.