د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کوچني اختر لپاره یې په ټول هېواد کې کلک امنیت تدابیر نیولی دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې پولیسو ته د لومړي درجې احظاراتو امر شوی ترڅو د هرډول ممکنه ناامنۍ مخه ونیسي.
بشري همداراز وویل، چې ټولې خواوې باید خلکو ته دا زمینه برابره کړي، چې د اختر شپې او ورځې په خوښۍ کې تیرې کړي.
تردې وړاندې د سفما په نامه د خبریالانو ټولنې په جګړو کې له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتي وو، چې د اختر په مناسبت دې په موقت ډول اوربند وکړي.