ملګروملتونو خبر ورکړی چې د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د جولای او اګست میاشتو ترمینځ د یوشمېر ماشومانو په ګډون پر څه باندې پنځه سوه کسانو جنسي تېری شوی.
دا ارقام چې ملګروملتونو پرون اعلان کړل د هغو ارقامو دوه چنده دي چې مخکې د همدې مودې په ترڅ کې ورکړل شوی و.
د جنسي تېري په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې مارګوت والستروم پرون په امنیت شورا کې خبریالانو ته وویل چې دا یوازې د تېري پېښې نه، بلکې د یوه پراخ پلان یوه برخه وه:
(هغه څه چې په خاص ډول ځوروونکي دي دا دي چې په کیبوا کې جنسي تېري انفرادي پېښې نه وې بلکې د پراخ او سیستماتیک جنسي تېري او د چوراوتالان د پراخې لړۍ یوه برخه ده.)
ویل کېږي چې د جنسي تېریو اکثر پېښې د شمالي ایالت کیوو Kivu په کیبوا Kibua سیمه کې د ملګروملتونو کمپ ته نژدې شوې دي.
د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې سیالې وسله والې ډلې د دې هېواد د سروزرو او د قیمتي دانو د زېرمو پرسر جګړې کوي.