بغلان کې دوه تنه قومي اربکي وژل شوي

چارواکي وایي چې نن له غرمې مخکې د بغلان په شهاب الدین بند په سیمه کې په اربکیو ځان وژونکې حمله شوې.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل، چې په دې حمله کې دوه اربکیان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.

خو د طالبانو ویاند د دې پیښې د مسولیت د منلو ترڅنګ وایي، چې په دې برید کې یې څلور اربکیان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

خو سیمه ایز چارواکي د طالبانو دا ادعا نه مني.