خوست کې یوې په یوې چاودنه کې د ملي اردو ۳ عسکر وژل شوي

د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په یعقوبیو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ملی ادرو درې سرتیری وژل شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان عبدالحکیم اسحاقزي ازادي راډیو ته وویل، چې چاودنه تیره ورځ مازدیګر د ملي اردو د سرتیرو د ګزمې په موټر وشوه.

وسله والو طالبانو د پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی، د دې ډلی ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په دې برید کې یې د ملي اردو شپږ سرتیری وژلی .
خو چارواکي د دوی دا ادعا ردوي.