ملګرو ملتو رپوټ ورکړ چې د کانګو په ختیځ کې د جولای او اګست د میاشتو په ترڅ کې تر پنځه سوه په ډیرو کسانو جنسي تیری شوی دی.
د ملګرو ملتو د چارواکو په وینا په دغو کسانو کې چې تیری پرې شوی دی ماشومان هم شامل دي. دغه شمیره د سې شنبې په ورځ اعلان شوه او د پخوانۍ شمیرې دوه برابره ده.
په کانګو کې د ملګرو ملتو د سوله ساتي ځواکونو مرستیال (اتول خاري) د ملګرو ملتو امنیت شورا ته وویل، چې د کانګو په شمال او جنوب کې ملګري ملتونه لږ مسوول دي چې د جنسي تیریو مخه یې نه ده نیولې.
اتول خاري زیاته کړه، چې سوله ساتي ځواکونه نه دي توانیدلي، چې پر میرمنو او ماشومانو د جنسي تیریو مخه ونیسي.
د ملګرو ملتو د سوله ساتي ماموریت مرستیال همداراز د روندا او کانګو یاغیانو د محاکمې غوښتنه وکړه، چې د دغو ډلو پر غړیو د جنسي تیریو تور پورې شوی دی.
د افریقا په منځ کې د دغه هیواد دننه یاغیان د سرو زرو او نورو معدنونو پر سر جګړه کوي.