په پکتیکا کې ۵ ماشومان مړه شوي

په پکتیکا کې د هغو لسو تنو ټپې ماشومانو څخه پنځه تنه یي مړه شوي دي چې د چارواکو په وینا د طالبانو له خوا په توغول شوېو راکټونو کې تېره شپه ژوبل شوي وه.

په پکتیکا کې د ملي اردو د ځواکونو د دوهم نمبر لیوا د عامه اړیکو مسول جګړن هارون نن ازادۍ راډیو ته وویل چې یو ماشوم د سختو ټپونو له امله د بګرام د هوايي اډې روغتون ته استول شوی او څلور نور ماشومان خپله په پکتیکا کې د پې ار ټی یا د ولایتي بیارغونې د ډلې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

طالبانو د دولتي چارواکو دغه ادعا چې ګوندې دغو لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله دوی اړولې ده ناسمه بللې.