په بدخشان کې به د رایي ورکولو په وخت کې امنیتي ستونزه نه وي

د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې، دغه ولایت به یواځینی هغه ولایت وي چې په کې به خلکو ته د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په ورځ د رایه ورکولو پرمهال هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه وي.

د بدخشان ولایت د امني قومندان جنرال اقانور کین توز ازادۍ راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د رایه ورکولو د ۲۷۹ مرکزونو د امنیت لپاره به د ملی پولیسو ، ملی اردو او ناټو ځواکونو څه باندې ۱۷۰۰ سرتېري موظف شي.