د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايي د سالنګ لویه لاره چې د افغانستان شمال له جنوب سره نښلوي د کابو یو نیمې میاشتې لپاره به د شپې له خوا تړلې وي.
ویل شوي چې دغه لاره به د بیارغونې له امله د وږي د میاشتې له یو ویشتمې نېټې څخه د ماښام له شپږو بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې تړلې کیږي.
په بګرام کې میشتو ایتلافي ځواکونو چې په اضطراري حالاتو کې په سالنګ کې همکاري کوي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې لویې لارې د بیا رغونې کار یو خصوصي شرکت ته ورکړل شوی دی.