افغانزوی:نا امني به د رایو په مرکزونو تاثیر وکړي

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او بهرنیو اړیکو د چارو مشر محمد فرید افغانزوی

په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي ارګانونه وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ به له ټاکل شوي پلان نه د رایې ورکولو د ډیرو مرکزونو د پرانیستلو هڅه وکړي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د رايي اچونې له اعلان شوېو مرکزونو سربیره د نورو مرکزونو پرانیستل ناشوني کار دی.

تردې پخوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان کړی و چې د نا امنیو له امله به د رایې ورکولو نهه سوه اته دیرش مرکزونه تړلې پاتې وي، خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او بهرنیو اړیکو د چارو مشر محمد فرید افغانزوی د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې د وږې د میاشتې په اوه ویشتمه ده ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ د نا امنیو له امله ښایي د اعلان شوېو مرکزونو په شمېر کې نور هم کموالی راشي.

ښاغلي افغانزوې همدا راز وویل چې دوي د انتخاباتو لپاره په ټولو ولایتونو کې بشپړ چمتوالی نیولی او په ولایتونو کې د رايي ورکولو مرکزونو ته ټول اړین مواد رسیدلي او دا مهال د انتخاباتو د پر مخ بیولو د پروسې د کار کوونکو روزنه دوام لري.

بل پلو بیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې دوي د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره امنیت نیولي، د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ټاکل شوی د روانې میاشتې په دوه ویشتمه نېټه په ټول هېواد کې د رایې ورکولو د مرکزونو د امنیت لپاره پولیس ځای پر ځای شي:

(د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ژمن دی ترڅو د انتخاباتو امنیت ونیسي، د وږي میاشتې له دوه ویشتمې نېټې وروسته زموږ ځواکونه په سیمو کې ځای پر ځای کیږي ترڅو وکړای شو چې د انتخاباتو امنیت ونیسو، د کورنیو چارو وزارت بیا هم هڅه کوي ترڅو له نورو امنیتي ادارو سره په ګډه د انتخاباتو لپاره ډاډمنه امنیتي فضا را منځ ته کړي.)

د افغانستان د ولسي جرګې په وړاندې چې نږدې دوه اونې ورته پاتې دي، نا امني تر ټولو لوی چیلنج بلل کیږي، د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو له امله د دغو انتخاباتو د ګډوډېدو او یا هم ځنډیدو ویره هم موجوده ده.

خو امنیتي چارواکي وایي چې دوی د دې انتخاباتو امنیت نیولی شي او هڅه کوي چې له خپلو ژمنو سره سم د ولسي جرګې د را روانو انتخاباتو امنیت ونیسي.